كوئټه ۔ 15 اګست(اے پي پي) خضدار كښې د كسټمز چارواكو په 30 مقدمو كښې 34 پټرول پمپونه بندلولو سره 51300 ليټرز پټرول او ډيزل ضبط كړل۔ د كسټمز وياند تر مخه د بلوچستان انفورسمنټ خضدار كلكټريټ د غېر قانوني پټرول او ډيزل خرڅونكو پمپونو په خلاف كاروائي كولو سره د حب بهواني په مقام د ايراني پټرولو او ډيزولو په خرڅوونكو پمپونو او د هغوي سره د تېلو په پانګو چهاپه وهلو سره په 30 مختلف ځايونو 34 غېر قانوني پمپونه بند كړل۔ په دې كاروئې كښې 13000 ليټرز پټرول او ډيزل ونيولے شول۔ د وياند تر مخه دا كاروائي د چيف كلكټر كسټمكز يعقوب ماكو په امر شوې او نورو قانون نافذ كوونكو ادارو ېي مرسته كرې ۔ د تورنو په ضد مقدمې درج كړے شوي او پلټنې پېل كرې شوي دي۔