کوئټه 15 اګست (اے پي پي) د بلوچستان حکومت د هوشاب ګورنمنټ بوائز کالج د شهيد ډپټي کمشنر ذاکر بلوچ په نامه منسوب کړو۔د صوبائي حكومت وياند شاهد رند له مخې د بلوچستان وزیراعلٰی میر سرفراز بګټي په منظورۍ سره د لوړو زدكړو كمېشن محکمې نوټیفکیشن جاري كړو ۔د بلوچستان حکومت وياند له مخې شهید ذاکر بلوچ د وظيفې ترسره كولو په مهال شهيد شوے ۔ده ووئيل ذاکر بلوچ يو صلاحیت لرونكې افسر سره سره تعلیم دوسته انسان ؤ،مونږ د شهيدانو قربانۍ چرې هم نه شو هيرولې، شهید ذاکر بلوچ ته د عقیدت پيرزوئنې وړاندې كوو۔