محمد قسيم کاکړ د بلوچستان سيکرټري محتسب تعينات كړے شو

کوئټه 15 اګست (اے پي پي) محمد قسيم کاکړ د بلوچستان صوبائي محتسب سيکرټري تعينات کړے شوے۔د بلوچستان چيف سيکرټري شکيل قادر لخوا د جاري کړې مراسلې له مخې د پاکستان ايډمنسټريټر سروس ګريډ 19 آفيسر د خوراك ايډيشنل سيکرټري محمد قسيم کاکړ د بلوچستان سيکرټري محتسب تعينات کړے شوے چا چې د خپلې چوكۍ چارج سنبھالولو سره فرائض ترسره كول پيل كړې۔