آزاد هېواد زمونږ د مشرانو د عظيم قربانو او مقصد لرونكو هلو ځلو ثمر دے،آزادي د لوے څښتن لوئ نعمت دے ٬ بايد مونږ د دې قدر وكړو ۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي

پېښور 14 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د آزادۍ ورځ په موقع ټول قام او په خاص توګه د خېبرپښتونخوا او ضم شوې ضلعو اولس له مباركي وركولو سره ووئيل آزاد هېواد زمونږ د مشرانو د عظيم قربانو او مقصد لرونكو هلو ځلو ثمر دے،آزادي د لوے څښتن لوئ نعمت دے ٬ بايد مونږ د دې قدر وكړو۔د آزادۍ ورځ په موقع په خپل پيغام كښې ګورنر ووئيل په نن ورځ د قائداعظم محمد علي جناح د اصولو په رڼا كښې هېواد د پرمختګ پلو روانولو د عزم څرګندونه كوو،د قائد پيغام اتحاد، يقين او نظم و ضبط زمونږ اولس لپاره نړۍ كښې خپل صحيح مقام ترلاسه كولو مزل منظم اصول دي۔ده ووئيل د قام په حيثيت سره دا عهد كوو چې د هېواد د باني دخوابونو له مخې به هېواد جوړوو۔د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل زمونږ بيرغ په ټوله نړۍ كښې زمونږ پهچان او د آزاد خپلواكه قام شناخت دے،مونږ له به د رنګ و نسل او فرقه بنديو د فرق نه غير د پاكستاني په حيثيت سره په نړۍ كښې خپل نوم او مقام پيدا كول وي،مونږ له به خپل نوې نسلونو له سوكاله ، كوټلې ، امناكه او ر مستحكم پاكستان وركول وي۔