د پېښور په ګورنر هاؤس كښې د آزداۍ ورځ په مناسبت سره دستوره ، ګورنر فيصل كريم كنډي بيرغ هسك كړو

پېښور 14 اګست (اے پي پي) د پېښور په ګورنر هاؤس كښې د آزادۍ ورځ په مناسبت سره د بيرغ هسك كولو دستوره وشوه چې پكښې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي بيرغ هسك كړو۔د ګورنر هاؤس د اړخه جاري شوې بيان له مخې د بيرغ هسك كولو دستوره كښې د امريكا، ايران او افغانستان قونصل جنرلز ، د صوبائي اسمبلۍ غړو احمد كريم كنډي، ګورنر هاؤس عملې او نورو ميلمنو ګډون وكړو۔د درې واړو هېوادونو تونصل جنرلز د ګورنر او نورو ګډون كونكو سره د بيرغ هسك كولو دستوره كښې د پاكستان زنده باد غږ پورته كړو۔ بيرغ هسك كولو نه پس د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره خصوصي دعا وكړې شوه۔په دې موقع ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل ټول قام له د آزادۍ ورځ جشن مباركي وركوم ، پاك پوځ ،پوليس او د آرمي پبلك سكول شهيدانو ته سلام كوم۔ده ووئيل صوبه كښې امن ،سوكالي او پرمختګ غواړو،هېواد د لويو قربانو نه پس آزاد شوے بايد مونږ ټول په ګډه د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره كار وكړو۔ده ووئيل د بيرغ هسك كولو دستوره كښې د ملګرو هېوادونو امريكا، ايران او افغانستان قونصل جنرلز په ګډون كولو د هغوې مننه كوم۔