د كوئټې په مين لياقت بازار كښې د لاسي بمي چاودنې په نتيجه كښې يو كس مړ او 6 ژوبل شول

كوئټه 13 اګست (اے پي پي )د كوئټې په مين لياقت بازار كښې د لاسي بمي چاودنې په نتيجه كښې يو كس مړ او 6 ژوبل شوي۔پوليس له مخې چائنه چوك لياقت بازار كښې ناڅاپي زوروره چاودنه وشوه چې په نتيجه كښې ېي عرفان الله مړ او نور 6 كسان ژوبل شول ۔اطلاع ترلاسه كېدو سره ايدهي ايمبولينس او امنيتي ځواكونه د پېښې ځاے ته ورسېدل٬ژوبل شوي روغتون ته منتقل كړے شوي چرته چې هغوي ته طبي مرسته روانه ده۔د ټراما سينټر اېم ډي ډاكټر ارباب كامران مېډيا سره په خبرو كښې ووئېل د لياقت بازار بمي چاودنې 6 ژوبل شوي كسان د كوئټې سول روغتون ته رارسولي شوي كوم چې د ابتدائي طبي مرستې نه پس ټراما سينټر ته منتقل كړے شوي ۔لياقت بازار بمي چاودنه كښې ژوبل شوو كسانو ته سمدستي او ښه طبي آسانۍ وركړی شوي