كراچي 13 اګست (اے پي پي )كراچۍ پوهنتون كښې به د جشن آزادۍ ورځې په موقع د بېرغ هسك كولو دستوره نن د شورو په ورځ كېږي۔د كراچۍ پوهنتون رجسټرار پروفيسر ډاكټر عبدالوحيد له مخې كراچۍ پوهنتون كښې به د اګست په14مه نېټه د جشن آزادۍ ورځې په لړ كښې نوې انتظامي ودانۍ په وړاندې سهار د دستورې پیل 7 بجې 45 دقيقې باندې كېږي٬ په 7 بجې 50 دقيقې به د قرآن پاك تلاوت كېږي٬ دغې نه بس به ديوې دقيقې لپاره خاموشي اخحتيارولې شي او بيا شيخ الجامعه پروفيسر ډاكټر خالد محمود عراقي بېرغ هسك كوي٬په دې موقع به قامي ترانه وئېلې شي ٬ دغسې شيخ الجامعه پروفيسر ډاكټر خالد محمود عراقي به استاذانو٬زده كوونكو او ملازمانو ته خطاب هم كوي