كوئټه 13 اګست (اے پي پي )د بلوچستان حكومت وياند شاهد رند د آزادۍ په ورځ د بلوچستان او پاكستان اولس ته مباركي وركولو سره وئېلي دي په بلوچستان كښې به د آزادۍ ورځ په بشپړه توګه لمانځلې شي۔ده د آزادۍ ورځې په اړه اے پي پي سره په خبرو كښې ووئېل د وړومبي اګست څخه د آزادۍ دستورو لړۍ پېل شوې وه٬د صوبې په ټولو ضلعو كښې د حكومت په هدايت د آزادۍ دستورې نمانځلې كېږي٬د آزادۍ ورځې اختتامي دستوره به په كوئټه كښې كېږي چې پكښې به د بلوچستان ګورنر شيخ جعفر مندوخيل٬د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي او د صوبائي وزيرانو پشمول نور سياسي شخصيات ګډون كوي۔