پېښور ۔ 13 اګست (اے پی پی) د سوات په كالام سيمه كښې د كرنټ لګېدو له امله دوه ورونړه په حق رسېدلې دي۔ د سوات پوليس وياند له مخې 21 كلن صلاح الدين او 18 كلن احمد زېب پټي ته اوبه وركولې چې په دغه مهال صلاح الدين د كرنټ لګېدو سره په حق ورسېد۔ دغسې د خپل ورور بچ كولو په هڅه كښې احمد زېب هم ژوند د له لاسه وركولو سره په حق ورسېد۔ پوليس د دواړو مړي نزدې روغتون ته منتقل كړي چرته چې ډاكټرانو د دوي د مړينې تصديق كړے