د ګران هيواد 77 مه د آزادۍ ورځ سبا په قامي جوش او جذبه لمانځلې شي

فېصل آباد۔ 13 اګست (اے پی پی) د ګران هېواد 77 مه د آزادۍ ورځ (سبا) د شورؤ په ورځ په قامي جوش او جذبه سره لمانځلې شي۔ په دې موقع به سهار په 8:58 بجې سائرن غږولے شي او يوې دقيقيې له به خاموشي اختيارولې شي۔ دې څخه وروستو به بېرغ هسك كولې شي او قامي سرود به غږولې شي۔ په فېصل آباد كښې به د جشن آزادۍ مركزي دستوره سهار 8 بجې په کمشنرز کمپلېکس فېصل آباد كښې كيږي په كومه كښې به چې د فيصل آباد كمشنر سلوت سعید او د ريجنل پوليس آفيسر ډاكټر عابد خان په شمول د پوليس او نورو څانګو افسران او د بېلو مكاتب فكر سره تعلق لرونكي په ګڼ شمېر كښې ګډون كوي۔ په دې موقع به د پولیس،سول ډیفنس او ریسکیو 1122 ډلې مارچ پاسټ او سلامي وړاندې كوي۔ دې څخه وړاندې به په لويو جوماتونو كښې د سهار مونځ څخه وروستو قرآن خواني او د هېواد او قام پرمختګ او سوكالۍ لپاره خصوصي دعاګانې كولې شي۔ د فيصل آباد په شمول د ټولو ښارونو په حكومتي ودانيو به قامي بېرغ هسك كولې شي۔ په دې موقع به سهار په 8:58 بجې سائرن غږولے شي او د يوې دقيقيې له به خاموشي اختيارولې شي چې مقصد يۍ تحريك پاكستان څخه تر پاكستان جوړېدو د شهادت درناوے ترلاسه كوؤنكو او غازيانو ته د عقيدت پېروزئنې وړاندې كول دي۔ په دې موقع به 9 بجې د قامي بېرغ رپولو دستورې كولې شي په كومو كښې به چې مهم حكومتي شخصيات د شهيدانو په يادګارونو د ګلونو څادرونه خپروي او فاتحه خواني به كوي۔ د آزادۍ دستورې په زړه پورې ډول كولو له ټولې سركاري او نيم سركاري ودانۍ په برقي چراغونو ٬ قامي بېرغونو او د تحريك پاكستان د اتلانو په عكسونو سنګار كړې شوي دي۔ د آزادۍ ورځې په موقع به د پاکستان مسلم لیګ، نظریه پاکستان فاؤنډېشن، تحریک پاکستان ورکرز ټرسټ، پاکستان لورز فېډریشن او نورو تنظيمونو تر سېوري لاندې د سیمینارز، کنفرنسونو او نورو خصوصي دستورو اهتمام كولې شي۔ په 14 اګست به د سهار مونځ څخه وروستو قرآن خواني او د هېواد سلامتيا ٬ استحكام ٬ د آئين او قانون سرلوړۍ ٬ د هېواد پرمختګ او سوكالۍ ٬ د مسلمانانو يووالي ٬ د ترهګرۍ ٬ ګرانۍ ٬ بې وزلۍ ٬ ناامنۍ ختمېدو ٬ قدرتي آفتونو څخه د بچ كېدو او د اسلامي نړۍ ستونزو هوارېدو له خصوصي دعاګانې غوښتلې شي۔ په دې موقع به د قرات او نعت خوانۍ اهتمام كولې شي۔ په دې مهال به ملي تغمې وړاندې كولې او د زده كوؤنكو ترمينځه به د تقريرونو مقابلې كولې شي۔ د آزادۍ ورځې په موقع د فېصل آباد څلورو واړو ضلعو په شمول ګرده صوبه كښې د امنيت فول پروف انتظامات له هدايت شوے۔ د فېصل آباد ريجنل پوليس وياند ووئيل د آزادۍ ورځې دستورو په موقع به د فېصل آباد پوليس 4293 اهلكار په مهمو ځايونو تعينات كولې شي۔ د فېسکو، لېسکو، مېپکو، ګېپکو او حېسکو په شمول د ټولو الېکټرک سپلائی کمپنیو چیف اېګزېکټو ته وئيلې شوي چې د آزادۍ په دې مباركه موقع د ورځې لوډ مېنجمنټ څخه ډډه وكړي دغسې چې وګړي د آزادۍ دستورې په زړه پوري ډول ولمانځي