
پېښور 13 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي علي امين خان ګنډاپور په مشرۍ كښې د ايټا د بورډ آف ګورنرز غونډه وشوه چې پكښې د ايټا له مخې د وړاندې نه جاري فېس سټركچر په ځاے د ساتلو پرېكړه وشوه۔ په غونډه كښې علي آمين ګنډا پور ووئيل د معاشي حالاتو له مخې د نظر ټيسټنګ فيس كښې كوم زياتوالے نه كېږي۔ په دې موقع وزيراعليٰ په سرکاري محکمو كښې د بهرتۍ عمل لا سپېځلي او ښه كولو لپاره پكار آلات د اغستو هم امر وكړو۔ ده ووئيل په امتحاني هالونو كښې د جيمرز تنصيب سره د موبائل او نورو ډيوائسسز د استعمال په موثر دول لاره نيولې كېدې شي چې اصل مقصد ئې د ټيسټنګ عمل كښې سپېځلتيا باوري كول دي او دې لپاره به هر ډول ممكن اقدامات كولې شي۔ وزيراعليٰ ووئيل مونږ د اولس د معاشي حالاتو له مخئ د ايټا په ټېست فيس كښې اضافه نه كوٶ۔ په غونډه كښې د ايټا بجټ 2024-25 او د نورو اړوند چارو هم منظوري وركړې شوه۔ په غٶنډه كښې د اعليٰ تعليم صوبائي وزير مينا خان افريدي، وزيراعليٰ لپاره پرنسپل سيکرټري امجد علي خان نه علاوه د ايټا ايګزيکټيو ډائريکټر او اړوندو چاراوكو ګډون وكړو۔