
کوئټه 13 اګست (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر شېخ جعفر خان مندوخېل وئيلي دي د آزادۍ ورځ پاکستان لپاره ډېره لويه ورځ ده٬ په دې ورځ لوي څښتن مونږ د غلامۍ نه خلاص كړې يو ٬ د پاكستاني په حېث به مونږ له د آزادۍ قدر كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د آزادۍ ورځې په لړ كښې اے پي پي سره په خاص خبرو كښې وكړه ۔ د بلوچستان ګورنر په دې ورځ پاكستان لپاره په هلو ځلو د مشرانو قربانيو،محنت او هلو ځلو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل زمونږ د مشرانو قربانۍ به رنګ راوړې٬ په دې مونږ بايد د لوي څښتن مننه وكړو ۔ ده ووئيل د پاكستاني په حېث به مونږ له د دې ناوياته نعمت قدر كول وي۔ ده ووئيل څوارلسم اګست د پاكستان د تاريخ مهمه ورځ ده۔ ده ووئيل نن مونږ په آزاده فضاﺀ چې كومه سا اخلو دې لپاره زمونږ د مشرانو د هلو ځلو او د قربانيو قدر پكار دے۔