لاهور 13 اګست (اے پي پي) لاهور هائيکورټ كښې به د 77مې جشنِ آزادۍ په موقع (نن) د شورو په ورځ د قامي بېرغ هسك كولو دستوره كېږي٬ لنډ مهاله چيف جسټس عابد عزيز شېخ به د هائيکورټ په تاريخي ودانۍ سهار اته بجې قامي بېرغ هسك كوي٬ د بېرغ هسك كولو دستوره به د هائيکورټ په انګڼ كښې كېږي چې پكښې به د هائيکورټ ججز، افسران او د عملې غړي ګډون كوي