كوئټه – 13 اګست (اے پي پي ) د پاکستان د آزادۍ 77 مې ورځې په مناسبت دولتي ودانۍ په برقي چراغونو سينګار كړې شوې دي۔ د ګرد هېواد د نورو برخو په څېر په صوبائي سرښار كوئټه كښې به هم د اګست په 14مه نېټه د آزادۍ ورځ جوش او جذبې سره لمانځلې شي۔ په دې لړ كښې د بلوچستان حكومت او مېټروپولېټن کارپوریشن لخوا د بلوچستان اسمبلۍ، بلوچستان هائی کورټ، پاکستان ټېلویزیون نیټ دفتر او د نورو ادارو ودانۍ په برقي چراغونو سينګار كړې شوې۔ د بېلو تنظيمونو او سكولونو لخوا د آزادۍ ورځې لمانځلو تياريانې بشپړ كړې شوي دي۔