په پاكستان كښې بيلو مذهبونو سره تعلق لرونكي او د دوئي د عبادت ځايونه محفوظ دي: د رميش سنګھ اروړه په مينارټيز ډے پيغام

لاهور۔11اګست(اے پی پی) د اقليتي چارو صوبائي وزير رمیش سنګھ اروړہ وئيلي دي چې نن پاكستان سره د لوظ تكرارولو ورځ ده٬ د پاكستان پرمختګ ٬ سوكالۍ او د دې محفوظ جوړولو له به مونږ ټولو له په ګډه كار كول وي۔ د مینارټیز ډے په موقعه د اتوار په ورځ په خپل پېغام كښې د اقليتي چارو صوبائي وزير ووئيل د شين او سپين رنګ يو بل سره يو ځايې كېدو سره د پاكستان بېرغ بشپړ كيږي٬ اقليت او اكثريت له به په ګډه پاكستان لپاره كار كول وي۔ په كال 2047ء كښې به پاكستان ايشين ټائيګر بللې شي۔ ده ووئيل د پاكستان دننه بېلو مذهبونو سره تعلق لرونكي او د دوئي د عبادت ځايونه محفوظ دي٬ پاكستان په نړيواله كچه د بدنامولو سازشونه كوؤنكي به ناكامۍ سره مخ شي۔ سازشونه ناكامه كولو له به ټولو پاكستانيانو له په ګډه كار كول وي۔ صوبائي وزير ووئيل نړۍ ته به دا ښودل وي چې پاكستان مذهبي اقليتونو لپاره تر ټولو محفوظ هېواد دے۔