لاهور۔11اګست(اے پی پی) د پنجاب د وزيراعلی مريم نواز ويژن له مخې د پنجاب په تاريخ كښې به په اولني ځل د آزادۍ ورځ په ځانګړي ډول لمانځلې شي۔ د وياند له مخې د وزيراعلی په هدايت په ګرده صوبه كښې به د پلانټ اے ټری فار پاکستان لاندې شجركاري كولې شي۔ پېنډۍ څخه تر لاهور به آزادی فلوټ د 13 اګست په شپه مينار پاكستان ته ورسي۔ په نجي او سركاري ودانيو به سپين او شين لائټس روښانه كولې شي۔ په مهمو روډونو او چوكونو به قامي بېرغ پورته كولې شي۔ په مينار پاكستان به ادبي مشاعره هم كيږي٬ د اطلاعاتو او كلتور لاندې 6 كاله پس به يوه نوې ملي سندره لانچ كولې شي۔ په ډويژن ، ضلع او تحصیل لېول پلانټ اے ټری فار پاکستان كښې به د اسمبلۍ غړي او سول سوسائټي ګډون كوي۔ په اولني ځل به د يونين كونسل په كچه هم پلانټېشن كولې شي۔