په پاكستان كښې اقليتونو ته بشپړه شخصي او مذهبي آزادي ترلاسه ده: فيصل كريم كنډي

پېښور ۔ 11 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئيلي دي چې د اقليتونو قامي ورځ په هېواد كښې د ژوند كوؤنكو اقليتونو مذهبي ٬ سماجي او اقتصادي حقونه په ډاګه كوي ، په پاكستان كښې ټولو اقليتونو ته بشپړه شخصي او مذهبي آزادي ترلاسه ده۔ د اقلیتونو قامي ورځې په موقعه خپل پېغام كښې ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل په پاکستان كښې ژوند كوؤنكي ټول اقليتونه د پاكستاني قوميت برخه دي٬ د آزادۍ تحريك څخه واخله تر دې نن ورځې پاكستاني اقليتونو د هېواد په تعمير كښې مثبت كردار ترسره كړے دے۔ ده ووئيل د غېر مسلمو ورونړو او خوېندو د پاكستاني وګړو كېدو په حېث هېواد او قام لپاره خذمات د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل په ننۍ ورځ د اقليتونو د حقونو تحفظ لپاره د حكومت د مستقل او مضبوط عزم باور دركوم۔ ګورنر ووئيل مونږ ټولو له به د پاكستاني كېدو په حېث د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له خپل كردار ترسره كول وي۔