د چوهدري انوار الحق په مشرۍ كښې د آزد جمو وكشمير كابينې غونډه ٬ د اسماعيل هنيه د شهادت په اړه د غندنې قرارد منظور

مظفرآباد۔10اګست (اے پی پی) د آزاد جمو و کشمیر وزیراعظم چوهدری انوارالحق په مشرۍ كښې د آزاد جمو وكشمير كابينې غونډه وشوه په كومه كښې چې د فلسطين د آزاد تحريك مشر اسماعيل هنيه په اسرائيلي بريد كښې د شهادت په اړه د غندنې قرارداد منظور كړے شو۔ غونډه كښې فلسطيني ورونړو سره د يو والي څرګندونه وشوه۔ غونډه كښې په نړيواله ورورولۍ زور راوړلې شو چې هغه د اسرائيل د ظلمونو مخنيو له خپل كردار ترسره كړي۔ په غونډه كښې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې شهيد شويو پوځي آفسرانو ٬ اهلكارو اود نور امنيتي ادارو افسرانو او اهلكارو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې شوې۔ په غونډه كښې پاكستاني جیولین تھرور ارشد ندیم ته په تاريخي كاميابۍ ترلاسه كولو مباركي وركړې شوه۔