
پېښور ۔ 10 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سردار علي امين ګنډا پور په صوبه كښې د تعليم كارډ اجراﺀ كولو پرېكړه كړې ده۔ په دې لړ كښې د تعليم او خزانې څانګې ته د فوري ګامونو پورته كولو هدايت شوے دے۔ د تعليم كارډ اجراﺀ په اړه پرېكړه د ده په مشرۍ كښې شوې غونډه كښې وكړې شوه۔ په غونډه كښې د ابتدائي او ثانوي تعليم وزير فېصل خان ترکئ، د خزانې سلاكار مزمل اسلم، د خېبر پښتونخوا ستر سېكتر ندیم اسلم چوهدری، د تعليم سېكتر مسعود احمد او نورو ګډون وكړو۔ غونډې ته خطاب كښې وزیراعلی علي امين امین ګنډاپور ووئيل د تعليم كارډ اجراﺀ به اپر چترال څخه كولې شي۔ ده ووئيل دا كارډ به نورو ضلعو ته هم دمه په دمه وركولې شي۔ ده ووئيل دا به زمونږ د حكومت فلېګ شپ منصوبه وي۔ ده ووئيل د سباؤن ځوانانو لپاره به دا زمونږ د حكومت تر ټولو لويے انوسټمنټ وي۔