
پیښور 09 اګست (اے پی پی) وزيراعلٰی علي امين خان ګنډا پور د قامي اتهليټ ارشد نديم پيرس اولمپكس كښې په لويه كاميابۍ قام له مباركي وركړې۔د پیښور وزيراعلٰی هاؤس لخوا جاري شوي بيان كښې د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی ووئېل د ارشد نديم په لويه كاميابۍ مونږ ټول وياړېږو ٬دا مونږ ټولو لپاره ډېر لويې اعزاز دے ۔ده ووئېل دارشد نديم غوندې ځوانان د هېواد سرمايه ده چا چې پخپل قابليت د هېواد نوم روښانه كړو۔ده ووئيل په غوره كاركردګۍ ټول قام٬ارشد نديم او د هغه كورنۍ له مباركي وركوم۔