کوئټه 06 اګست (اے پي پي) د پاکستان جيد علماء کرامو وئيلي دي خوږ هېواد ترلاسه كولو لپاره د لكهونو په شمېر كسانو خپل ځانونه قربان كړي٬ په هېواد كښې قامي يوالي٬ وحدت، اتحاد او پېغام پاکستان ته وده وركول د وخت ضرورت دے٬ علمائے كرام له به انسانيت سره د مينې او احترام د رشتې پېغام د لارې د تشدد نه د پاكې ټولنې لپاره كردار لوبول وي، د بلوچستان د اولس مېنه او خلوص مثالي دي ٬ نن علماء کرام د خوږ هېواد سلامتيا لپاره خپلو امنيتي ځواكونو سره ولاړ دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه بېلا بېل مكاتب فكر سره تعلق لرونكو جيد علماء کرامو مولانا سيد محمد عبدالخبير آزاد، صوبائي سيکرټري محمد اسحاق جمالي، علامه زبېر احمد ظهير، مولانا محمد طيب قرېشي، علامه مفتي محمد رمضان سيالوي، مفتي ګلزار احمد نعيمي، پير علي رضا بخاري، ډاکټر عطاء الرحمن، مولانا انوار الحق حقاني، علامه هاشم موسوي، مفتي محمد يوسف کشميري او نورو علمائے كرامو د بلوچستان د مذهبي چارو صوبائي څانګې تر سېوري لاندې كوئټه كښې د قامي يوالې، د مسلكونو ترمېنځه همكاري، احترام، انسانيت، د تشدد نه پاك ټولنې او پېغام پاكستان ته د ودې وركولو په عنوان د قامي علماء مشائخ استحکام پاکستان کنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ علمائے کرامو ووئيل ګران هېواد ترلاسه كولو لپاره د لكهونو په شمېر كسانو خپل ځانونه قربان كړي٬ په هېواد كښې قامي يوالي٬ وحدت، اتحاد او پېغام پاکستان ته وده وركول د وخت ضرورت دے ۔ دوي ووئيل نن د بلوچستان وزير د ګرد هېواد علمائے كرامو٬ مشائخو، قاريانو په كوئټه كښې راجمع كولو باندې قام ته د وحدت او مينې پېغام وركړے٬ دوي ووئيل د بلوچستان د اولس مېنه او خلوص مثالي دي ٬ نن علماء کرام د خوږ هېواد سلامتيا لپاره د خپلو مېړنو وسله والو ځواكونو او امنيتي ادارو سره ولاړ دي۔ د کنفرنس مقررينو خپلې وېنا كښې ووئيل د هېواد سلامتيا او حفاظت لپاره به هره قرباني وركولو سره د دښمن عزائم ناكامه كوٶ، مونږ ټول پاكستانيانو يو او د خپل قامي بېرغ د لاندې مونږ ټول متحد يو، د پاکستان اولس متحد دے او تل به وي۔دوي ووئېل د اسلام پېغام د امن٬ مينې او روادارۍ دے٬د اسلام د امن٬ اتحاد او قامي يووالي عظيم پېغام به تر هر كور رسوٶ٬ اسلام امن، اخوت، محبت ٬رواداری، د ورورولۍ او احترام انسانیت درس وركوي٬ علماء کرامو له به د محبت او احترام د انسانیت رشتې پېغام سره د تشدد نه پاكې ټولنې لپاره كردار لوبول وي۔ دوي ووئيل امن او ورورولۍ ته وده وركولو سره د هېواد د مسئلو خاتمه كېده شي٬ هېواد دښمن عناصر ناامني خپروي٬ پاكستان د امن نشان دے كوم چې به په هر حال كښې قائم وي۔