
پېښور 05 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د صوبائي اسمبلۍ سپيكر بابر سليم سواتي په مشرۍ كښې د “يوم استحصال کشمير” په اړه واك شوې چې پكښې د اسمبلۍ غړو٬ عملې او انتظاميې برخه اخستې۔ په دې موقع ګډون كوٶنكو د هند په ضد بينرز او پلے کارډز پورته كړې وو چې پرې كشميريانو سره د يوالي څرګندونې لپاره نعرې درج وې٬ ګډون كوٶنكو د “کشمير بنے ګا پاکستان” نعرے هم پورته كولې۔ په دې موقع سپيکر بابر سليم سواتي ووئيل د كشميريانو تر آزادۍ به د دوي ملاتړ روان ساتلې شي۔