په بهاولنګر كښې د كشمير استحصال ورځ په لړ كښې احتجاجي لاريونونو وويستل شول

چشتياں 05 اګست (اے پي پي)د بهاولنګر ضلعې په پېلو ښارونو كښې د كشمير استحصال ورځې په لړ كښې احتجاجي لاريونونه وويستل شول۔ په دې موقع د هندي ظلم او جبر په ضد بشپړه احتجاج وكړې شو۔د ضلعې انتظاميې لخوا ميونسپل كمېټۍ څخه مركزي احتجاجي لاريون وويستلې شو چې مشري يې ډپټي كمشنر ذوالفقار احمد او ډي پي او نصيب الله خان وكړه۔په لاريون كښې ګډون كونكو د پاكستان او كشمير بېرغ او نور احتجاجي بينرز پورته كړي وو۔ مظاهرينو نعرې وهلو سره تر سټي چوك احتجاجي مارچ وكړو۔په لاريون كښې اېډېشنل ډپټي كمشنر جنرل ظهور حسېن اسسټنټ كمشنر نعمان او ضلعي انتظاميې افسرانو ملازمينو٬ د اېپكا عهديدارانو٬ د بېلو تنظيمونو استازو مېډيا نمائندګانو او عامو وګړو ګډون وكړو۔