خيبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې د كشمير استحصال ورځې په اړه درې قراردادونه منظور كړې شول

پېښور 05 اګست(اے پي پي) خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې د كشمير استحصال ورځې په اړه درې قراردادونه په يوه خله منظور كړی شوي۔ كشميري اولس سره د يووالي څرګندونې په توګه په ايوان كښې د يوې دقيقې خاموشي هم اختيار كړی شوه۔ د نهې په ورځ د سپيكر بابر سليم سواتي په مشرۍ كښې د اسمبلۍ په غونډه كښې د (ن)ليګ جلال خان٬د پي ټي آئي شير علي آفريدي او عبدالسلام آفريدي درې قراردادونه وړاندې كړل۔ په قراردادونو كښې وئېلې شوي چې په كال 1948 كښې هند له بشري حقونو سرغړونه كولو سره په كشمير قبضه وكړه٬ كشميري وګړي په ګرده نړۍ كښې د هندي ظلمونو په ضد نن توره ورځ لمانځي۔ ده ووئيل چې د كال 1947 د تقسيم هند منصوبې له مخې كشمير د پاكستان برخه ده٬ د زرګونو په شمېر كشميريانو څو لسيزې څخه د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د ځانونو قربانۍ وركړې دي۔ په قرارداد كښې وئېلي شوي چې د كشمير د شخړې حېثيت ټولې نړۍ تسليم كړې٬ كشميري وګړي د خپل سباؤن لپاره د هند د ظلمونو په ضد د لكه د مضبوط دېوال ولاړ دي٬ پاكستان په هر فورم د كشميريانو د خپلواكۍ حق ملاتړ كړے۔ په دې موقع د خېبرپښتونخوا سپيكر بابر سليم سواتي ووئيل چې نن زمونږ ايجنډا د كشمير استحصال ورځ ده٬ په 5 اګست 2019 هند آرټيكل 370 ختمولو سره د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزي كړې۔ ده ووئيل چې د كشميري اولس سره به تر هغه وخت ولاړ يؤ تر څو چې كشميريانو ته خپل حق نه وي ترلاسه شوې د دې نه پس اسمبلۍ د درې واړو قرادادونو په يوه خله منظوري وركړه۔ په ايوان كښې د خيالاتو څرګندونه كولو سره د جے يو آئي غړې ريحانه اسماعيل ووئيل چې د كشمير په مسئله نن زمونږ اسلامي نړۍ خاموشه ده تر څو چې اسلامي نړۍ راپاسېدلې نه وي دا ظلمونه نه ختمېږي٬كشميريان تراوسه د رائے حق څخه محروم ساتلې شوي او د آرټيكل 370 بدلېدو نه پس كشميريان په اقليتونو كښې بدلول ظلم دے۔عاصمه عالم ووئيل چې د كشميريانو احتجاج كلونو څخه راروان دے پاكستانې حكومت او اولس د كشميريانو په هلو ځلو كښې هغوي سره ولاړ دے٬ ملګرو ملتونو له به د بشري حقونو د خلاف ورزيو نوټس اخستل وي۔ ارباب عثمان ووئيل چې د كشمير مسئلې حل لپاره ټولو هېوادونو له يو موټې كېدل پكار دي٬ امريكا خپل ځان د بشري حقونو علمبردار ګني خو تر ټولو زيات خلاف ورځي هغه كوي٬ د هېواد مسئلو لويې سبب بېډ ګورننس دې۔ په دې موقع د سپيكر بابر سليم سواتي په هدايت په ايوان كښې د كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې لپاره په ايوان كښې يوې دقيقې له خاموشي اختيار كړې شوه۔ د دې نه پس د تقريرونو لړۍ روانه ساتلو سره حكومتي غړي فضل الهي ووئيل چې په كشمير كښې ظلمونه كېږي٬په مېډيا بندېز دے٬درې درې مياشتې كرفيو لګولې كېږي٬د هيومن رائټس تنظيمونه٬يو اېن قراردادونه چرته دي؟زمونږ د ملګرو ملتونو او بشري حقونو تنظيمونو څخه غوښتنه ده چې هغوي وړاندې راشي او په كشميريانو د ظلم په بندولو كښې خپل كردار ادا كړي۔ اېم پي اے منير حسېن ووئيل چې د كشميريانو حقونه سلب كول د غندنې وړ دي٬هند په كشميريانو د ظلم او كشميريانو يۍ په ضد د مزاحمت يو تاريخ رقم كړې خو دا حالات نړيوالې ورورولۍ٬ملګرو ملتونو او بشري حقونو تنظيمونو لپاره ښكاره چېلنج دے مونږ غوښتنه كوو چې هغوي له په دې معاملاتو خپل دوه مخيزه پالېسي ترك كول پكار دي۔ نړيواله ورورولي او ملګرو ملتونه دې خپل پاس كړې قراردادونو عملي كړي او كشميريانو ته د ېد خپلواكۍ حق وركړي۔ نيلوفر بابر په خپله وېنا كښې ووئيل چې په كشمير كښې مېرمنو سره ظلم او زياتې روان دے۔ دې ووئيل د سياست نه پرته بايد هېواد له فكر وكړے شي ځكه چې پاكستان وي نو مونږ به يؤ۔ دې ووئيل په كشمير كښې خوراك نشته خلك خپل خپل خپلوان نشي خښولې ٬زمونږ دعا ده چې لوے څښتن كشمير آزاد كړي٬د دې نه پس سپيكر بابر سواتي د اسمبلۍ غونډه تر 8 اګست زيارت ورځې ماسپښين دوه بجو وځنډوله۔