کوئټه 05 اګست (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ سپيکر کيپټن (ر) عبدالخالق خان اچکزئي په 5 اګست د كشمير استحصال ورځ په موقع مقبوضه جموں او کشمير كښې د هندي حكومت غير قانوني او يو اړخيزه اقداماتو سخته غندنه كړې ده۔جاري شوې خپل بيان كښې سپيکر ووئيل د هندي حکومت اقدامات د نړيوال قانون، انساني حقوق او د کشمير په اړه د ملګرو ملتونو قراردادونو ښكاره خلاف ورزي ده،د کشمير اولس د هندي عسكرو د لاسه د ظلمونو ښكار دې۔ سپيکر د کشميريانو او د هغوې د خپلواكۍ حق منصفانه هلو ځلو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ده ووئيل مونږ د خپلو کشميري وروڼو خوياندو سره د انصاف او انساني حقوق هلو ځلو كښې ولاړ يو۔