
هلال احمد اردو سروس
ژباړنه: جنت ګل پشتو سروس
اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) نيمې وچې څخه د برتانوي راج له ختمېدو وروسته هند په 27م اكتوبر كال 1947 كښې په جمو و كشمير ناجائزه پوځي قبضه وكړه او كشميريان ئې محكوم كړل٬ هند د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوند قراردادونو له مخې كشميريانو ته د دوي د خپلواكۍ جائز حق وركولو څخه پرله پسې سرغړونه كوي٬ هند په مقبوضه سيمه كښې جبري او ناجائز پوځي تسلط روان ساتلو لپاره خپل ټول وسائل كاروي٬ د هندي واكمنو كشمير پاليسي په تعصب او دروغو اډانه ده او دا پاليسي د هند لخوا تش د نامې لوي جمهوريت ادعاګانو نفي كوي٬ د مودي سركار په پنځم اګست 2019 مقبوضه كشمير ته د خاص حېثيت وركوٶنكې هندي آئين آرټيکلز 370 او 35 اے خاتمې نه وروسته په كشمير كښې د مسلمانانو آبادۍ تناسب په تندۍ سره بدل شوې او دې مقصد لپاره هندي واكمنو په مقبوضه سيمه كښې هم هند قوانين عملي كړي دي۔ دې څخه وړاندې د هندي پارلمان كوم قانون به تر ھغه وخت نه عملي كېدو تر څو چې د كشمير اسمبلۍ د دې توثيق نه وي كړې٬ د هند هندو انتها پسند حکومت د 5 اګست 2019 د غېر قانوني اقدام نه وروسته په مقبوضه کشمير كښې د زرګونو په شمېر كسان د تورو تنبو شا ته كړې شول٬ په دې مهال سيد علي ګېلاني، اشرف صحرائي، الطاف احمد شاه او يو شمېر كشميري مشران په زندانونو او خپلو كورونو كښې د بندي پاتې كېدو په مهال شهيدان كړې شوې دي٬ د حريت کنفرنس ټول قيادت او آزادي پسند مشران په فرضي مقدمو كښې زندانونو٬ عقوبت خانو او په كورونو كښې نظر بند كړې شوي دي٬
د هندي سركار د پنځم اګست كال 2019 غېر قانوني اقدام مقصد په مقبوضه کشمير كښې د مسلمانانو د آبادۍ تناسب كمول او د هندي وګړو د آبادولو ناوړه سازش كول دي۔ د 5 اګست 2019 نه وروسته هند د مسلمانانو د ابادۍ تناسب په تندۍ سره بدلوي،دې مقصد لپاره په مقبوضه كشمير كښې هندي قوانين عملي كولې شي٬ د کشميريانو آزادي د پښو لاندې كولو لپاره دوي تل ظلم او جبر سره مخ كړې شوې دي٬ د 77 كالو نه زياته موده وشوه چې هند په مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو پرله پسې سنګينې خلاف ورزۍ كوي٬ په مقبوضه سيمه كښې 9 لكه هندي قابض عسكر تعينات دي٬ د هند د رياستي ترهګرۍ باوجود كشميريان دا عزم لري چې مونږ به په حق اډانه د آزادۍ خپلې هڅې روانې ساتؤ۔ هند په مقبوضه کشمير كښې په هندوتوا پاليسۍ عمل كوي او دې لپاره هندي واكمنو د آئين آرټيکل 370 او 35A ختم كړې٬ د هند د كال 2019 غېر قانوني اقدام نه وروسته اوس په هند كښې مېشته هندوانو ته په مقبوضه کشمير كښې زمكې او د جائيداد اخستو نه علاوه نوكرۍ او شهريت هم ترلاسه كېږي۔
هندي واكمنو په كال 2020 كښې د كشمير ډوميسائل سرټيفکيټ اجراء پحقله اعلاميه جاري كولو نه وروسته تر اوسه د لكهونو په شمېر هندي وګړو ته د مقبوضه کشمير ډوميسائل سرټيفکيټ جاري كړې٬ چې په نتيجه كښې ئې د كشمير په آبادۍ كښې د مسلمانانو تناسب كمېږي٬ مقبوضه کشمير كښې دا وخت هم د زرګونو په شمېر كسان په زندانونو كښې دي٬ د نوې آئيني اقداماتو په شا هم د سلګونو په شمېر حريت مشران او آزادي پسند کارکنان ګرفتار كړې شوي دي چې پكښې د حريت کنفرنس چيئرمېن مسرت عالم بټ، شبير احمد شاه او نور مشران شامل دي٬ د جمو و کشمير لبريشن فرنټ چيئرمين محمد ياسين ملك هم په زندان كښې دې٬ ھغه د نوي ډيلي په بدنام تهاړ زندان كښې بنديوان دے۔ کشمير كښې نور د زرګونو په شمېر كسان هم د تور قانون له مخې مقدماتو سره مخ دي٬ د تحريك آزادۍ ځينې كاركنانو ته د مرګ او د ټول عمري زندان سزاګانې اورولې شوې دي٬ كشميريان د بشري حقونه د پښو لاندې كولو او ظلم او جبر سره د مخ كولو د لارې ويرولې كېدې نشي٬ هندي واكمن ګوند بي جے پي ګڼي چې ھغوي به د پوځي طاقت په زور كشميريان غلي كړي خو كشميري اولس دا عزم لري چې ھغوي به د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د آزادۍ هلې ځلې تر منزله رسېدو روانې ساتي۔ كشميرې اولس دا غوښتنه كوي چې ھغوي ته دې د خپل سباون پرېكړې كولو موقع وركړې شي د كومې حق چې كشميريانو ته د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل خپلو اړوند قراردادونو كښې وركړے دے۔
په مننه د اے پي پي