د هندي ځواكونو بربريت٬ په مقبوضه جمو و كشمير كښې پنځم اګست څخه تر اوسه 907 كشميريان شهيدان كړې شوې دي۔ رپورټ

رپورټ اردو نيوز سروس
ژباړنه: جنت ګل ٬ پشتو نيوز سروس


سرينګر 05 اګست (اے پي پي) د كله نه چې د بي جے پي هندوتوا حکومت په 05م اګست 2019 د مقبوضه جمو وکشمير خاص حيثيت په غېر قانوني توګه ختم كړے په سيمه كښې د جنګ جګړې، جواز نه لرونګې ګرفتارۍ، تشدد، ناحقه وژنو او د جائيدادونو او سرکاري ملازمتونو د اخستو پېښو پشمول د انساني حقونو سنګينو خلاف ورزو كښې تر اندېښمن حد زياتوالې رامخې ته شوې دې۔ د کشمير ميډيا سروس د تحقيق څانګې لخوا نن د هندي واكمنو د سفاکانه، غېر قانوني او د غېر آئيني اقداماتو پنځه كاله په ترسره كېدو په جاري كړې شوې رپورټ كښې انکشاف شوے دے چې هندي عسكرو په دې موده كښې د 17 مېرمنو او 30 كوچنيانو پشمول 907 كشميريان شهيدان كړي دي۔ په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې سينئر حريت لارښود اشرف صحرائي او الطاف احمد شاه په ھغه 223 کشميريانو كښې شامل دي كوم چې په جعلي مقابلو او د هندي پوليس په حراست كښې شهيد كړې شوي٬ د رپورټ له مخې په سيمه كښې په سوله ايز مظاهرو د هندي ځواكونو٬ پېراملټري فورسز او پوليس اهلکارو لخوا د ګوله بارۍ ٬ پېلټ ګنز او اوښكې بهوؤنكي ګاز كارولو په نتيجه كښې لږ نه لږ 2459 كسان ژوبل شوي۔ رپورټ كښې وئيلي شوې دي چې زياتره كسان په جعلي مقابلو ٬ محاصرې او د لټون عملياتو په مهال په حراست كښې اخستلې شوي او شهيد كړې شوي دي۔ په رپورت كښې وئيلي شوي دي چې زياتره ځوانان د دوي كورونو څخه نيولې شوې دي او دې نه وروسته د مجاهدينو او مزاحمتي نتظمونو لېبل لګولو سره دوئي شهيدان كړې شوې دي٬

ګرفتار ځوانانو كښې زياتره هندي چارواكو د پبلک سيفټي ايکټ او د غېر قانوني هلو ځلو مخنيوي په څير د بلېك لاء له مخې نيولې دي۔ رپورټ كښې په ګوته كړې شوې دي چې د پنځم اګست كال 2019 نه تر اوسه د شهادتونو په نتيجه كښې 69 مېرمنې كونډې او 190 كوچنيان يتيمانان شوې دي، پوځي اهلكارو په مقبوضه سيمه كښې د محاصرې او لټون كاروائيو او كور په كور د چهاپو په مهال 1124 نه زياتو كورونو او نورو ودانيو ته زيان رسولې٬ د 134 مېرمنو بې حرمتي او لږ تر لږ د 33 مېرمنو پشمول 24904 كسان نيولي شوې دي٬ په رپورټ كښې وئيلي شوې دي چې د هند لخوا د مقبوضه سيمې د خاص حېثيت منسوخ كولو نه وروسته د كشميريانو ژوند په خاص توګه معاشي٬ سياسي او په سماجي توګه بدحاله شوے دے، د دې اقدام مقصد د مقبوضه جمو و کشمير مسلم اکثريتي حيثيت په اقليت كښې بدلول وو٬ مقبوضه جمو و کشمير مېشته وګړو لپاره په زندان كښې بدل كړے شوے دے، د زرګونو په شمېر حريت مشران٬ كاركنان٬ مذهبي او سياسي مشران، سوداګر، د سول سوسائټي غړي او ځوانان د پنځم اګست كال 2019 نه وروسته يا د دې نه وړاندې ګرفتار كړې شوي كوم چې اوس هم د هند يا د مقبوضه جمو و كشمير په بېلا بېلو زندانونو كښې بنديوان دي٬ ګرفتار شوې مشرانو كښې د کل جماعتي حريت کنفرنس چيئرمېن مسرت عالم بټ، شبير احمد شاه، محمد ياسين ملك، آسيه اندرابي، نعيم احمد خان، فهميده صوفي، ناهيده نسرين، اياز محمد اکبر، پير سېف الله، راجه معراج الدين کلوال، شاهد الاسلام، فاروق احمد ډار، سيد شاهد يوسف، سيد شکيل يوسف، مظفر احمد ډار، غلام محمد بټ، مشتاق الاسلام، امير حمزه، مولوي بشير عرفاني، بلال صديقي، ظفر اکبر بټ، محمد يوسف فلاحي، محمد رفيق ګنائي، حيات احمد بټ، عمر عادل ډار، ډاکټر محمد قاسم فکتو، غلام قادر بټ، محمد شفيع شريعتي، ډاکټر حميد فياض، ايډووکيټ زاهد علي، فردوس احمد شاه، سليم نناجي، فياض حسين جعفري، محمد ياسين بټ، ظهور احمد بټ، عبدالاحدپره، مولانا سرجان برکاتي، شوکت حکيم، معراج الدين نندا، وحيد احمد ګوجري، محمود ټوپي والا، فيروز عادل زرګر، دائود زرګر، نور محمد فياض، د بشري حقونو غړے خرم پرويز، د هند پارلماني غړې انجينئر رشيد او يو شمېر خبريالان شامل دي۔ په رپورټ كښې د افسوس څرګندونه شوې ده چې په مقبوضه جمو و کشمير كښې د صحافت آزادي پرله پسې خطر سره مخ ده چرته چې خبريالان ګرفتار يا ځورولې شي ۔

په رپورټ كښې وئيلي شوې دي چې د بي جے پي حکومت د کشميريانو حقونه او قدرتي وسائل شوكولي او اوس ھغوي د مقبوضه سيمې مسلم اکثريتي حېثيت بدلو كښې مصروف دے، دې مقصد لپاره په سيمه كښې د زرګونو په شمېر هندي وګړو او غېر كشميريانو ته ډوميسائل سرټېفکېټس جاري كړې شوې دي٬ د آر اېس اېس څخه متاثره د بي جے پي قيادت مقبوضه جمو و کشمير څخه د مسلمانانو نوم او نشان ورانولو پسې شوې دي او حكومت خپله هندوتوا نظريه مخ په وړاندې بوځي، د آزادي پسند مشرانو او كاركنانو جائيدادونه ضبط كېږي دغسې چې دوي خپلې جائزې مطالبې څخه لاس په سر كړې شي۔ په رپورټ كښې د افسوس څرګندونه شوې ده چې د هند حکومت په اسمبلي كښې هندوانو ته زياتې چوكۍ وركولو لپاره په مقبوضه جمو و کشمير كښې نوې حلقه بندۍ كړې دي۔ رپورټ كښې وئيلي شوې دي چې بدترين هندي ظلمونه د كشميريانو د آزادۍ جذبه د پښو لاندې كولو كښې ناكامه پاتے شوے دے٬ كشميرې اولس د رايو شمېرې غوښتنې په شمول خپلو حقونو لپاره د هلو ځلو جاري ساتلو عزم لري۔ د هند حكومت له به د دې حقيقت ادراك كول وي چې ھغوي كشميريان غلې كولې نشي۔ رپورټ كښې وئيلي شوې دي چې د بي جے پي حکومت ته په مقبوضه جمو و کشمير كښې د انسانيت په ضد د جرائمو سزا وركول پكار دي٬ نړيوالې ورورولۍ له په مقبوضه سېمه كښې د هند د ظالمانه اقداماتو نوټس اخستل پكار دي او ھغوي له د كشميريانو د هيلو او د ملګرو ملتونو د اړوند قراردادونو له مخې د كشمير كشالې په هوارولو مجبورول پكار دي۔
په مننه د اے پي پي