نړيواله ورورولي دې په كشمير كښې د هندي ظلمونو نوټس اخستو سره د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير شخړه هواره كړي۔ سينيټر بلال احمد خان مندوخيل

کوئټه 05 اګست (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ سېنېټر شېخ بلال احمد خان مندوخېل وئيلي دي چې په كشمير كښې د هند د آرټيکل 370 او 35 اے خاتمې نن پنځه كاله بشپړ شول٬ نړيواله ورورولي دې په كشمير كښې د هندي ظلمونو نوټس اخستو سره د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير كشاله هواره كړي، پاکستان به په کشميريانو د جاري ظلمونو په ضد په هر فورم غږ پورته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ” يوم استحصال کشمير” په اړه اے پي پي سره خپله مركه كښې وكړې۔ سينيټر بلال احمد مندوخېل ووئيل هند د تېرو 75 كالو راهسې د بېلا بېلو چالونو او سازشونو د لارې د کشميريانو حقونه او هيلې لمينځه وړي٬ په پنځم اګست كال 2019 كښې د جمو و كشمير ټوله منطقه په زندان كښې بدله كړې شوې۔ ده ووئيل د هند د کشميريانو حقونو څخه پرله پسې سرغړونه يو ناسم او غېر قانوني عمل دے ٬ نړيواله ورورولي دې په كشمير كښې د هندي ظلمونو نوټس اخستو سره د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير كشاله هواره كړي۔ ده ووئيل چې په 5م اګست 2019 كښې هند په غېر قانوني توګه خپل تسلط كښې ساتلي كشمير كښې يو اړخيزه كاروايي پېل كړه چې مقصد ئي كشميريان بې اختياره كول٬ د رائے له حق څخه محرومه كول او دوي له خپلې خاورې څخه ويستل دي۔