نړيواله ورورولي دې په جمو و کشمير كښې د هندي رياستي ادارو د جبر او ظلم نوټس واخلي: د بلوچستان وزيراعلی

کوئټه 05 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې پنځم اګست كال 2019 د تاريخ ھغه توره ورځ ده په كومه ورځ چې هندو انتها پسند پارټۍ “بي جے پي” د هند د آئين آرټيکل 370 او 35 ۔A ختمولو سره د كشمير خصوصي حېثيت ختم كړو۔ ده د “يوم استحصال کشمير” په موقع خپل پېغام كښې ووئيل په جمو و کشمير كښې د هندي رياستي ظلمونو نه بندېدونكې لړۍ روانه ده چې پكښې د لكهونو په شمېر بې ګناه كشميريان شهيدان كړې شوي٬ د جمو و كشمير خصوصي حېثيت ختمولو سره د كشمير په ځمكه انتها پسند هندوان آبادېږي٬ د مسلمانانو اكثريت په اقليت كښې د بلولو هڅې روانې دي او د كشميريانو ژوند يۍ لنډ تنګ كړے دے۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې بايد د هند د رياستي ادارو د جبر او ظلم نوټس واخلي او د ملګرو ملتونو د قرارداد له مخې كشميريانو ته د رايو شمېرې حق وركړے شي۔ ده ووئيل كشمير د پاكستان شه رګ دے او پاكستانيان او كشميريان يو بل سره تلپاتے تړون لري۔ وزير اعلی پاکستانيانو ته اپيل وكړو چې ھغوي دې د ” يوم استحصال کشمير” په موقع خپلو كشميريانو وروڼو خويندو سره د يوالي بشپړه څرګندونه وكړي او د دوي دې غږ جوړ شي۔