د قامي وطن ګوند مرکزي چئيرمېن آفتاب خان شيرپاؤ په پاکستان كښې په سېلابي صورتحال، زيانونو او موسمي بدلون د تشويش څرګندونه وكړه

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د قامي وطن ګوند مرکزي چئيرمېن آفتاب خان شيرپاؤ په پاکستان كښې په سېلابي صورتحال، زيانونو او موسمي بدلون د تشويش څرګندونه وكړه۔د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل د چترال پشمول ټول هېواد كښې زياتو بارانونو او سېلاب له امله په شوې مالي او ځاني زيان افسوس كوم۔ قامي وطن ګوند عمر له د موسمياتي بدلون په ضد په كوټلې تګلاره خپلولو زور راوړې۔ آفتاب شيرپاؤ ووئيل وفاقي او صوبائي حکومتونه دې د موسمي بدلون مخنيوي له كردار ترسره كړي،كه په سمدستي توګه ګامونه پورته نه كړې شول نو سباؤن كښې په پاکستان كښې د کلائميټ چينج له امله لوئ معاشي او ځاني زيان رامخې ته كيدې شي۔