
پېښور 03 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ علی امین خان ګنډا پور د رشکئی اسپیشل اکنامك زون دورہ وكړه۔ وزیر اعلیٰ سره د پاکستان په دوره راغلي د بېلو څانګو د چين پوهانو پلاويو ملاقات وكړو۔د وزیر اعلیٰ د صنعت خاص مرستيال ، چیف سیکرټري، ایډیشنل چیف سیکرټری پی اینډ ډي، د صنعت محكمې او د وفاقی بورډ آف انوسټمنټ اينډ ټريډ چارواكي هم ملاقات كښې موجود وو۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خېبر پښتونخوا كښې په بيلو څانګو كښې د چین سرمایه كارۍ او اشتراك ته د ودې وركولو په چارو هم خبرې اتري وشوي۔ وزیر اعلیٰ ووئيل د چين پوهانو ته خېبر پښتونخوا كښې هركلے وايو او صوبائی حکومت په بيلو څانګو كښې بهرنۍ سرمایه كارۍ ته د ودي وركولو اراده لري۔ده ووئيل خېبر پښتونخوا كښې د زراعت، صنعت، سېلګرۍ او پن برېښنا پشمول په نورو څانګو كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ ګڼ شمير موقعې شته او صوبائی حکومت پخپله هم په دې څانګو كښې سرمايه كاري كوي۔