د خېبر پښتونخوا ګورنر سره حميدالله آف يارك ملاقات،صوبې او په خاص توګه ډيره اسماعيل خان په مسئلو او په سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه

پېښور 03 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د ډيره اسماعيل خان نوموړي سياسي شخصيت حميدالله آف يارك ملاقات كړې۔ د پېښور په ګورنر هاؤس كښې شوې ملاقات كښې د صوبې او په خاص توګه د ډيره اسماعيل خان په مسئلو او په سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔ملاقات كښې په چشمه لفټ كينال منصوبه هم خبرې اتري شوې۔د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل چشمه لفټ كينال منصوبه يواځې د ډيره اسماعيل خان نه بلكه د صوبې او د هېواد د پرمختګ او سوكالۍ يوه مهمه منصوبه ده، يادې شوې منصوبې لپاره لپاره وفاقي حكومت بجټ بېل كړې په كوم چې د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د توان وفاقي وزير او واپډا چيئرمېن مننه كوم۔ده ووئيل چشمه لفټ كينال منصوبې پرانسته به د روان كال په مهال كولې شي