د خېبر پښتنوخوا ګورنر د صوبائی اسمبلۍ اپوزیشن غړو په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستيا، د غړو لخوا صوبه كښې د امن و امان په وضعه د اندیښنې څرګندونه

پیښور۔ 01 اګست (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي تېره شپه د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ د اپوزیشن غړو په درناوي كښې په ګورنر هاؤس كښې په زړه پورې د ماسخوتن مېملستياﺀ وركړه ۔ په مسلمستياﺀ كښې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ اپوزیشن لیډر ډاکټرعباداللہ، غړو احمد کریم کنډي، ارباب عثمان، ملک طارق اعوان، سجاد اللہ خان، عدنان وزیر، قاري ظاهر خلیل، جلال خان، ریحانه اسماعیل، شهلاشاہ بانو، ریاض شاهین، احسان اللہ خان، رشاد خان، اعجاز خان او نور شامل وو ۔په دې مهال د خیبرپښتونخوا په موجودہ سیاسي، معاشي او د امن و امان په صورتحال خبرې وشوې ، په دې مهال د اپوزیشن غرو خیبرپښتونخوا كښې په هره تېرېدونكې ورځ د امن و امان په كمزوري كېدونكې صورتحال ډېره اندېښنه څرګنده كړه ۔ بنوں، ډي آئي خان او ضم ضلع کرم پاړا چنار كښې د اوسنۍ ترهه ګرۍ ، قلنګ اغستو ، تاوان لپاره د وګرو په تښتولو او د ناامنی په نورو پیښو د صوبائي حکومت د اړخه په بې غوري كولو د افسوس څرګندونه وشوه،اپوزیشن غړو ګورنر سره خبرو كښې ووئېل دا ډېره د پریشانې خبره ده چې موجودہ صوبائي حکومت پي ایس ډي پي كښې صوبې لپاره يوه منصوبه شامله نه كړې شوه۔ مېلمستياﺀ ته ګورنر فیصل کریم کنډي ووئېل راراون ځل د صوبې ټول ګوندونه به په ګډه پي ایس ډي پي لپاره منصوبې وفاق ته نه يوازې وړاندې كوي بلكې دغه به منظوروي هم ۔ مسلمستياﺀ كښې غړو ګورنر صوبه كښې د تعینات وفاقي او صوبائي بیوروکریسي لخوا د اولس په خدمات چارو كښې په خوښۍ نه لرلو هم د خپلو ګېلو نه خبر كړو۔غړو ووئېل صوبائي حکومت د ضم شوو ضلعو لپاره بېل كړے فنډ دغلته د خرڅ كولو په ځائے كوم بل چرته خرڅ كوي كوم چې سم عمل نه دے۔صوبائي حکومت له ضم شوو ضلعو ته پام لرنه پكار ده ۔دا خو د قبائلي اولس سره سراسر ناانصافي ده ۔د صوبائي اسمبلۍ غړو د نادرا او پاسپورټ دفترونو جوړولو په اړه د ګورنر خیبرپښتونخوا مننه كولو سره هغه ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ په دې مهال ګورنر په مسلمستياﺀ كښې په ګډون كولو د غړو مننه كولو سره ووئېل اولسي استازي اولس ته ځواب وركوونكې وي، اولس د خپلو استازو نه هليلې لري ،فیصل کریم کنډي ووئېل وفاق او صوبائي اسمبلیو ته اولس ځكه ټاكلي تمائندګان لېږي چې د اولس مسائل ٬ مشکلات حل كړي او د سيمې او هېواد د ترقۍ او خوشحالۍ پرېكړې وكړې شي۔ ده ووئېل د پشكال بارانونه روان دي په دې اړه این ډي ایم اے او پي ډي ایم اے له د ځاني او مالي زيانونو مخ نيوي له پورا چمتوالے نيول پكار دے ، دا صوبه زمونږ د ټولو ده ، مونږ له خپل فرائض په نیک نیتۍ تر سره كولو سره به د صوبې پرمختګ او خوشحالي خپل واحد مقصد ګرځول وي۔