جاتي امرا 26 دسمبر(اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف او د هند وزيراعظم نرېندر مودي د دواړو هېوادونو د اولس په پراخا ګټه د مذاكراتي عمل د مخ په وړاندې بوتللو خواهش څرګند كړے۔ د دواړو مشرانو ترمېنځه ملاقات د جمعې په ورځ د وزيراعظم په استوګنه جاتي امرا كښې وشو۔ د هند وزيراعظم د كابل نه نوي ډيلي ته د تللو په مهال په لاهور كښې مختصر قيام لپاره لاهور ته راغلې و۔ د خارجه دفتر وياند له مخې وزيراعظم محمد نواز شريف د هندي وزيراعظم لخوا د لاهور دورې هركلې وكړو۔ دواړو مشرانو ښه ګاونډيتوب لپاره په ګډه په كار كولو او روابطو زياتولو اتفاق وكړو۔ خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري په لاهور كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ووئيل چې د هندي وزيراعظم د پاكستان لنډې غېر رسمي دورې سره به شريك باور زيات او د خبرو عمل قوي شي٬ د پاكستان او د هند د مشرانو ترمېنځه ملاقات د ډاډګېرنې وړ و٬ په ملاقات كښې پرېكړه شوې چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه ټولې چارې به د خبرو د لارې حل كولې شي او د دواړه هېوادونو ترمېنځه باور زياتولو لپاره به د اولس په كچه روابط زياېولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د دې نه وړاندې هند سره به كمپوزټ ډائيلاګ كېدل او اوس د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمېنځه په ملاقات كښې پرېكړه شوې چې ټولې شخړې او معاملې به د كمپري هېنسو ډائيلاګ په صورت كښې په سوله ايز ډول د خبرو د لارې حل كولې شي۔ ده ووئيل چې دا غېر رسمي ملاقات د هندي وزيراعظم خواهش و او دې لپاره ده د افغانستان نه په ستنېدو وزيراعظم نواز شريف سره تماس ونيولو٬ دا لنډ ملاقات ډېر ګټور و۔ په ملاقات كښې د پنجاب وزيراعلٰي محمد شهباز شريف او د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار هم ګډون وكړو۔ وزيراعظم نواز شريف د لاهور په علامه اقبال هوائي اډه د هندي وزيراعظم نرېندر مودي هركلې وكړو او يو بل سره ئې په زړه پورې مصافحه وكړه۔ يوې ماشومې هندي وزيراعظم ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كړه او بيا دواړه مشران د چورلكې د لارې جاتي امرا ته لاړل۔ په جاتي امرا كښې د وزيراعظم ځامنو د هندي وزيراعظم هركلې وكړو۔ دا د يوې لسيزې څخه وروسته د كوم هندي وزيراعظم لخوا د پاكستان لومړې دوره وه۔ د دې څخه وړاندې مودي په افغانستان كښې افغان اولس مشر اشرف غني سره ملاقات وكړو او د نوي افغان پارلمان پرانسته ئې وكړه۔