خېبرپښتونخوا كښې د بارانونو او سېلاب له امله د رامخې ته پېښو په اړه رپورټ جاري كړے شو٬ 19 كسان په حق رسېدلي

پېښور 31 جولائي (اے پي پي) د پي ډي اېم اے لخوا د تېرو 48 ساعتو په مهال په خېبرپښتونخوا كښې د بارانونو او سېلاب له امله د رامخې ته شوو پېښو په اړه راپور جاري كړے شوے ٬ په رپورټ كښې وئيلي شوي چې په صوبه كښې د بارانونو او سېلاب له امله 19 كسان په حق رسېدلي او 15 ژوبل شوي۔ پي ډي اېم اے لخوا په رپورټ كښې وئيلي شوي چې په مړو كسانو كښې 4 سړي٬ 4 مېرمنې او 11 كوچنيان شامل دي٬ په دې مهال په مجموعي توګه 61 كورونو ته زيان رسېدلے چې پكښې 37 ته په جزوي او 24 كورونه په بشپړه توګه ړنګ شوي۔ د صوبې په بېلا بېلو ضلعو کوهاټ، باجوړ، چترال بره او كوز دير بره او كوز کوهستان، ايبټ آباد، هري پور، سوات، چارسده، صوابۍ، سوئيلي وزيرستان او هنګو كښې د بارانونو له امله پېښې رامخې ته شوي٬ په ځپلو سيمو كښې د مرستې كاروائۍ رواني دي۔ د پي ډي اېم اے وياند له مخې ايمرجنسي اپريشن سينټر په بشپړه توګه فعاله دے ٬ اولس او سېلانيان د هر ډول ناوړه پېښې اطلاع او د موسمي صورتحال، سړکو بندېدو او لارښودنې لپاره په 1700 رابطه كولې شي