پیښور 31 جولائي (اے پي پي)د خېبر په لواړګي چروازئۍ سيمې سره نزدې د نامعلومو كسانو په ډزو د شهيدو شوو پوليس اهلكارو عالم زيب او شېر عالم د جنازې مونځونه پخپلو كليو كښې د سركاري اعزاز سره ادا كړے شول ۔په دې موقع د پوليس چټك ډلې سلامي وكړه۔د جنازې په مونځ كښې د خېبر ډي پي او سليم عباس كلاچي٬اېس پي انويسټي ګيشن روح الامين٬عسكري چارواكو او د لواړګي اسسټنټ كمشنر پشمول نورو پوليس افسرانو او ګڼ شمېر د سيمې مشرانو او د شهيدانو خپلو خپلوانو ګډون وكړو۔افسرانو د شهيدو شوو په قبرونو د ګلونو څادر خپور كړو او د هغوي لوړو درجو لپاره ئې دعا وكړه۔ډي پي او د غم جنو كورنيو سره غمرازي كولو سره شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔