پشين 31 جولائي (اے پي پي) تېره شپه د پشين په سيمه مليزئۍ كلي كښې د ليويز په چېك پوسټ د ترهګرو د ډزو په نتيجه كښې شهيد شوي لېويز اهلكار خاورو ته وسپارلے شول ٬ ياسر الياس پخپل پلرني كلي هيکلزئي او عبدالقدير په مليزئي كلي كښې د سركاري درناوي سره خاورو ته وسپارلے شو ٬ په دې موقع د لېويز او پوليس يوې چټك ډلې شهيدانو ته سلامې وكړه۔ د جنازې په مونځ كښئ د پشين ډپټي کمشنر کيپټن (ر) جمعه داد خان مندوخېل، ايس پي پوليس منظور احمد بليدي او اسسټنټ کمشنرانو سره سره سياسي٬ سماجي او د مختلف مكتبه فكر كسانو په لويه شمېره ګډون وكړو