وزيراعلي علي امين ګنډا پور په دره آدم خېل كښې د يوې كورۍ د يوولسو كسانو د ډوبېدو په پېښه د غم دړد څرګندونه وكړه ٬ د مالي مرستې اعلان

پېښور 30 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډا پور په دره آدم خېل كښې په تهه خانه كښې د يوې كورۍ د يوولسو كسانو د ډوبېدو په پېښه د غم دړد څرګندونه كړې٬ دغسې ځپلې كورنۍ لپاره د مالي مرستې هم سپارښتنه وكړې شوه او اړوندو چارواكو ته په دې لړ كښې د كاروائۍ ووئېل شول۔ ده ضلعي انتطاميه ته ځپلې كورنۍ ته ريليف وركولو لپاره اقدامات كولو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې صوبائي حكومت ځپلې كورنۍ سره ولاړ دے٬ ځپلې كورنۍ سره به هر ډول ممكنه معاونت كولې شي۔ ده په پېښه كښې د مړو كسانو لپاره دعا كولو سره غمژنې كورنۍ سره د يووالي څرګندونه هم وكړه۔