خاران٬ د ډپټي كمشنر منير احمد سومرو په مشرۍ كښې د هيلته كمېټۍ غونډه

خاران۔30 جولائي (اے پي پي) د ډپټي كمشنر منير احمد سومرو په مشرۍ كښې د ډسټركټ هيلته كمېټۍ غونډه وشوه۔ په غونډه كښې ډي ايچ او ډاكټر شېر احمد بلوچ ٬ ډي ايس ايم پي پي ايچ آئي نور احمد كبداني ٬ ايم ايس ډاكټر محبوب بلوچ او ډرګ انسپكټر محمد يوسف كبداني ګډون وكړو ۔ غونډه كښې د صحت محكمې د كاركردګۍ بشپړ جاج واغستلے شو او د صحت ملازمينو د حاضرۍ پشمول په نورو مسائلو خبر اترې وشوې۔ ډپټي كمشنر د غونډې په مهال ووئېل د صحت محكمې ته په خاص توګه پام لرنه كوو او د دې څارنه كوو او دغسې د صحت محكمې مسائل به دېر زر حل كولو لپاره هر ممكن ګامونه پورته كړو۔