پشين 30 جولائي (اے پي پي)پشين كښې بېلا بېلو ټرافيكي پیښو كښې دوه كسه مړه او څلور ژوبل شول ۔تېره ورځ د پشين په بېلو ځايونو كښې ټرافېكي پېښې رامخې ته شوې٬بند خوشدل خان سړك بالاوړي مدرسې سره نزدې ركشه او ګاډې د ټكر په نتيجه كښې يو كس مړ او دوه ژوبل شول ۔ژوبل شوي د پشين سول روغتون ته منتقل كړے شول ۔دوهمه پیښه قعله بټې زئي سره نزدې د ټريكټر او موټر سائيكل د ټكر رامخې ته شوه چې په كښې يو كس په موټر سائيكل ناست مړ او دوه ژوبل شول ۔دغسې ژوبل شوي د پشين ځايې ليويز فورس روغتون ته منتقل كړل ۔