د باجوړ څخه نوي ټاكلي شوي د صوبائي اسمبلۍ غړي محمد نثار باز سوګند پورته كړو

پېښور 29 جولائي (اے پي پي) د باجوړ څخه نوي ټاكلي شوي د صوبائي اسمبلۍ غړي محمد نثار باز سوګند پورته كړو ۔محمد نثار د كے پي اسمبلۍ په چوكۍ د پي كے 22 باجوړ په ضمي ټاكنو كښې د عوامي نېشنل پارټۍ په ټكټ كاميابي ترلاسه كړی۔ده په دې موقع خپله وينا كښې ووئيل په ايوان كښې به د اولس مسئلو حل لپاره غږ پورته كوم۔ده ووئيل د خپلې حلقې د خلقو مننه كوم چا چې په ما د اعتماد څرګندونه كړې۔