انقرہ 29 جولائي (اے پي پي) د ترکيه صدر رجب طیب اردوان خبردارې وركړې چې غزہ كښې روان جنګ په اوږديدو زمونږ هېواد په دې جنګ كښې شامليدې شي۔رشیا ټوډے رپورټ له مخې حکمران جسټس اینډ ډیولپمنټ پارټي (اے کے پي) يو لاريون ته وينا كښې صدر رجب طیب اردوان ووئيل بايد مونږ دومره طاقتور شو چې اسرائیل په فلسطین بريد ونه كړي۔ ده ووئيل څنګه چې مونږ کاراباخ كښې …
غزہ جنګ كښې شامليدې شو:د ترکيه صدر
انقرہ 29 جولائي (اے پي پي) د ترکيه صدر رجب طیب اردوان خبردارې وركړې چې غزہ كښې روان جنګ په اوږديدو زمونږ هېواد په دې جنګ كښې شامليدې شي۔رشیا ټوډے رپورټ له مخې حکمران جسټس اینډ ډیولپمنټ پارټي (اے کے پي) يو لاريون ته وينا كښې صدر رجب طیب اردوان ووئيل بايد مونږ دومره طاقتور شو چې اسرائیل په فلسطین بريد ونه كړي۔ ده ووئيل څنګه چې مونږ کاراباخ كښې او په لیبیا كښې مداخلت کړې، موجودہ صورتحال كښې هم داسې كولې شو۔ مونږ ټول څه هم كولې شو، دې لپاره به مونږ له قوي كيدل وي۔د ترکيه صدر په دې موقع د لیبیا په كورنۍ جهګړه كښې د خپل هېواد د فعال مداخلت سره سره د آذربائیجان کاراباخ سيمه كښې د آرمینیا سره جنګ كښې د ترکیه د مداخلت ذکر وكړو۔ د ترکيه صدر دا موقف د اسرائیل او حزب اللہ ترمينځه تاؤ ترېښوالې زياتيدو پس منظر كښې رارمخې ته شوې۔











