
پېښور 28 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د ډیرہ اسماعیل خان نامتو سماجی شخصیت او پخواني بیوروکریټ ارواښاد انجنیئر عبدالوهاب خان په مړينه د بخښنې لپاره فاتحه خواني وكړه۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي تيره ورځ پېښور كښې د ارواښاد انجینئر عبدالوهاب خان کور ته لاړو او د هغه د زامنو بیرسټر طاهر شهاب خان او ګوهر خان سره ئې د پلار په مړينه لاس نيوه وكړه ۔ ده ووئيل ارواښاد يو مخلص او ښه انسان ؤ د سيمې لپاره د هغه خذمات چا څخه پټ پناه نه دي۔ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔