د سندھ وزيراعليٰ په ګھوټکي كښې د دوه پوليس اهلکارو په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه

کراچۍ 28 جولائي (اے پي پي) د سندھ وزير اعلٰيٰ سيد مراد علي شاه په ګھوټکي كښې د دوه پوليس اهلکارو په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه۔جاري شوې اعلاميې له مخې د سندھ وزير اعلٰيٰ د پوليس آئي جي غلام نبي ميمن څخه د پېښې په اړه رپورټ وغوښتلو۔ده په ګھوټکي كښې د غلو په ضد د عملياتو تندولو سپارښتنه هم وكړه۔د سندھ وزيراعلٰيٰ د شهيدانو د كورنيو سره هم غمرازي ښكاره كړه۔