
کوئټه 27 جولائي (اے پي پي) لورالائي كښې د مسافرو بس چپه كيدو په نتيجه 3 كسان مړه او 13 ژوبل شوې دي،پېښه په ډي جي خان سړك شير جان کډي لورالائي سيمه كښې رامخې ته شوې۔ ريسکيو چارواكو پېښه كښې د درې كسانو د مړينې تصديق کړې دې۔د مسافرو بس ملتان څخه کوئټه ته روان ؤ چې په دې مهال لورالائي كښې پېښې سره مخ شو،ځائې ليويز فورس له مخې مړه او ووبل كسان د لورالائي ټيچنګ روغتون ته رسولې شوې دي،چرته چې د ژوبل كسانو حالت خطر څخه بهر دے دغسې زيات ژوبل كسان درملنې لپاره کوئټه ته لېږلې شوي۔