د خزاني صوبائي وزير د قامي اسمبلۍ غړي جمال شاہ کاکړ سره غمرازي ښكاره وكړه

کوئټه 23 جولائي (اے پي پي) د خزانې او معدنيات صوبائي وزير مير شعېب نوشيرواني د قامي اسمبلۍ غړي جمال شاہ کاکړ او د بلوچستان اسمبلۍ سېکرټري طاهر شاہ کاکړ سره د هغوي د تره حاجي رحيم شاہ کاکړ په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه ۔ د نهې په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔