
اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخو ګورنر فيصل كريم كنډي سره په اېبټ آباد كښې د قامي اسمبلۍ پخواني سپيكر مرتضٰی جاوېد عباسي ملاقات وكړو ٬په دې موقع د پاكستان پيپلز پارټي صوبائي مشر سيد محمد علي شاه باچا٬شجاع سالم٬فرزند علي وزير٬ډاكټر حېدر علي٬امجد آفريدي٬د مسلم ليګ(ن)ضلعي جنرل سېكرټري٬ذوالفقار جاوېد عباسي٬ضلعي صدر او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي ملك محبت اعوان او نور لارښود هم موجود وو۔په ملاقات كښې د هېواد سياسي٬معاشي صورتحال او اتحادي حكومت معاملات نه علاوه د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔