
ايبټ آباد 22 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي د آپريشن عزم استحکام مخالفت كوٶنكي دې امن راوستو لپاره جواز هم وړاندې كړي ٬ د آئين او قانون څخه سرغړونه كوونكو سره خبرې اترې نشي كېدې ٬ بايد سياسي اختلاف هېر او د امن خبره وكړې شي، په صوبه كښې د لسو كالو راهسې د تحريك انصاف حكومت دے٬ بنو او نورو ضلعو كښې د پاك پوځ٬ پوليس او ميډيا نه علاوه نور خلق شهيدان كېږي۔ د ګل په ورځ په ايبټ آباد پرېس کلب كښې پرېس كنفرنس ته ده خطاب كولو ۔ ده ووئيل د كال 2008 نه تر كال 2013 پيپلز پارټي د بارډر په سيل كولو امن راوستے ٶ٬ د تحريك انصاف په دور كښې ناامني روانه ده٬ صوبه كښې روزګار لپاره اقدامات ته ضرورت دے۔ په ماضي كښې پيپلز پارټي د چين په مرسته په صوبه كښې صنعتي زونز جوړ كړې وو٬ د ھغې فعاليت لپاره مركز سره خبرې روانې دي٬ د ضم شوو ضلعو لپاره منظور شوے فنډز په بشپړه توګه هلته نه خرڅ كېږي٬ خېبر پښتونخوا كښې به د چشمه ليفټ کېنال ډېر زر پرانسته اوشي۔ ده ووئيل په صوبه كښې 90 زره بېرل ګاز پېدا كېږي٬ مونږ بجلي هم جوړوٶ خو لوډشېډنګ تر ټولو زيات په صوبه كښې كېږي۔ ده ووئيل د صوبې په 34 پوهنتونونو كښې د 26 پوهنتونونو وائس چانسلرز نشته٬ صوبائي حکومت تعليم لپاره د نورو صوبو په مقابل كښې كم فنډز بېل كړے٬ د تحريک انصاف دا ادعا ده چې دا د ځوانانو ګوند دے خو د دوي حكومت په صوبه كښې ځوانانو لپاره خاص اقدامات نه دي كړي ٬ د لوبو مېدانونه غېر آباد دي٬ ده ووئېل مونږ به په ساٶتھ پېښور او اېبټ آباد كښې كركټ اكېډمي جوړٶ۔ ګورنر ووئيل ما عمر له وئيلي چې ګورنر هاٶس د صوبائي حكومت او مركز ترمېنځه د پل كردار لوبوي۔ ده ووئيل په بنو كښې دې سازشي عناصر بې نقابه كړے شي۔ د صوبې اولس لوئي قربانۍ وركړي دوي دې بيا اور ته ونه نيولے شي ٬ سوله ايز احتجاج د هر چا جمهوري حق دے۔ ګورنر ووئيل د عمران خان د مقدمو پرېكړه عدالتونو له كول دي٬ خپله عمران خان وئيلي وو چې په پاكستان كښې يو سياسي بنديوان ته مراعات ورنه كړے شي نو بيا نن پخپله څنګه غواړي ۔ ده ووئيل مولانا فضل الرحمن زيرك سياستمدار دے ھغه د تحريك انصاف نه يو يو بدل اخلي ۔ده په ټولو سياسي ګوندونو زور راوړو چې ھغوي صوبه د تيارې نه رابهر كولو لپاره په ګډه كار وكړي۔ ده ووئيل ميډيا سره مو تل ليزان ساتلې٬ د خبريالانو د كار استعداد زياتولو لپاره به كار كوٶ او د مسئلو په حل كښې به ئي نه مايوسه كوٶ۔ په دې موقع د اېبټ آباد پرېس كلب صدر محمد شاهد چوهدري، عمومي سېكتر سردار شفيق احمد د پريس کلب د کردار او د خېبريالانو خېرښګرې لپاره د پورته كړو اقداماتو او مسئلو نه ګورنر خبر كړو۔ په دې موقع امجد افريدي٬ د پي پي پي صوبائي صدر محمد علي شاه باچا٬ عمومي سېكتر شجاع سالم عرف شازي خان٬ ډويژنل صدر ملك فاروق د پيپلز بارټي د اېبټ آباد صدر سيد سليم شاه او نور هم وموجود وو