پېښور 22 جولائي (اے پي پي) د تعليم صوبائي وزير فېصل خان ترکئۍ د شمالي وزيرستان د تحصيل مير علي په زېركي سيمه كښې د فضل الٰهي ګورنمنټ ګرلز مډل سکول بمي چاٶدنې په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي د شپې 12 بجې نامعلومه كسانو ذكر شوے سكول د بمي چاٶدنې د لارې والوځولو ، د چاٶدنې له امله د سكول 7 كوټې په بشپړه توګه ړنګې شوي چې پكښې 255 انجونو زده كړې تر لاسه كولې۔ ده ووئيل ډائريکټريس آف ايجوکيشن او اړوند ډپټي كمشنر ته د پېښې د پلټنو امر شوے ۔ ده ووئيل په قبائيلي ضلعو كښې تعليمي هلو ځلو ته خاص پام لرنه كوٶ او دا ډول پېښو څخه زمونږ حوصلې نشي ماتېدې٬ د تعليمي اصلاحات سلسله به پرله پسې روانه وي۔ صوبائي وزير ووئيل د مېرمنو تعليم ته صوبائي حكومت پام لرنه كوي٬ په دې به هېڅ ډول سودا نه كوٶ۔