حكومت د سرحدي تجارت ودې او د معاشي هلو ځلو فعاليت لپاره ګامونه پورته كوي۔د بلوچستان ګورنر

كوئټه 22 جولائي (اے پي پي)د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل وئېلي دي د پاك افغان چمن پولې نزدې د تېر يو كال څخه پرله پسې تړلې كېدو له امله د قلعه عبدالله اولس په خاص توګه سوداګر او كاروباري حضرات ګڼ شمېر ستونزو سره مخ شول۔د چمن پرلت معاملې څخه وزيراعظم شهباز شريف وخت په وخت خبرولې شي۔نن د لوئي څښتن په فضل او كرم د پرله پسې هلو ځلو او د وفاقي حكومت سره په رابطو مسئله حل شوه۔د ګورنر هاؤس لخوا جاري شوي بيان كښې ده ووئېل د تېر يو كال په مهال د وړو او لويو سوداګرو د شوي زيان احساس لرو خو اوس موجوده حكومت د سرحدي تجارت ودې او معاشي هلو ځلو فعاليت لپاره اقدامات كوي ۔د بلوچستان ګورنر ووئېل مونږ د سرحدي تجارت بيا بحالۍ او فعاليت لپاره شعوري هڅې وكړې ۔ده ووئيل د پاك افغان او پاك ايران پولو سره نزدې په لاكهونو ځايې آبادي ته يوازې د سرحدي تجارت څخه روزي ډوډۍ ترلاسه كېږي۔ پولې ته نزدې په ځايې كچه د وړو سوداګرو تجارت څخه نه يوازې په زرګونو خلقو ته روزګار ترلاسه دے بلكې د هغوي د معاشي او تجارتي هلو ځلو څخه هېواد او د صوبې په كچه لويو سوداګرو ته هم تقويت ترلاسه كېږي۔